د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ۳۱مه سرمشريزه غونډه او د ختيځې اسيا د همکاريو مسلسلې سرمشريزې غونډې د نومبر د ۱۴مې نېټې په ماښام د فليپين په پلازمينه مانيلا کې پاې ته ورسېدلې. راتلونکی کال به سينګاپور د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخلي.
د فليپين ولسمشر روډريګو ډوټيرټ د يادو غونډو د پای ته رسېدو په مراسمو کې وويل، چې سږ کال د دغې ټولنې د جوړېدو له ۵۰مې کاليزې سره برابر دی او په روان کال کې فليپين د دغې ټولنې نوبتي رئيسه هېواد دی. فليپين د دغې ټولنې له ټولو غړو، ملګرو او نړيوالې ټولنې څخه مننه کوي او د دې لمانځنه کوي چې دغه ټولنه په ډېرو برياليو سيمه ييزو سازمانونو کې پياوړې ټولنه ګرځېدلې ده. په راتلونکو پنځوسو کلونو کې به دغه ټولنه د ګډې ټولنې د ابادۍ، د مرکزيت په توګه د دغې ټولنې د رول د پياوړتيا او د متقابلو تماسونو او تګ راتګ د نژدې کېدو لپاره هڅې وکړي.
ولسمشر روډريګو ډوټيرټ اعلان وکړ چې راتلونکی کال به سينګاپور د دغې ټولنې د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخلي، او د نوبتي رئيسه هېواد نښان يې د سينګاپور صدراعظم لي حسين لونګ ته ورکړ.
ښاغلي لي حسين لونګ وويل، چې سينګاپور به د سيمه ييز نظام د ساتلو لپاره زيار وباسي، تر څو دغه ټولنه د انټرنيټي امنيت، نړيوالو جرمونو او ترهګرۍ په شمول نړيوالې ننګونې ليرې کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |