CRI Online

د ايران ولسمشر حسن روحاني د زلزلې په مصيبت ځپلو سيمو کې د نورې قوي ژغورنې سپارښتنه او غوښتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 10:05:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د نومبر په ۱۴مه نېټه د حکومت له بېلا بېلو څانګو څخه غوښتنه وکړه چې د زلزلې په مصيبت ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونه لا پياوړي کړي، تر څو په لنډه موده کې له مصيبت ځپلو وګړيو سره لازمې مرستې تر سره شي.

د ايران د دولتي ټلويزيون د خبر له مخې، ولسمشر حسن روحاني په همدې ورځ په کرمانشاه ولايت کې د زلزلې له مصيبت ځپلو سيمو څخه کتنه وکړه، د مصيبت ځپلو وګړو د حال احوال پوښتنه يې وکړه او د مرګ ژوبلې په مناسبت يې خواشيني څرګنده کړه.

نوموړي له پوځونو، اسلامي انقلابي ګارډ، د سرې مياشتې له ټولنې، د اسلامي انقلاب د استوګنو له صندوق او د انرژۍ، کورنيو چارو، روغتيا، ترافيک او ښاري پرمختګ په شمول له حکومتي څانګو څخه غوښتنه وکړه چې د ژغورنې چارې او کارونه قوي کړي او د ژغورنې سرعت چټک کړي.

د معلوماتو له مخې، د روانې مياشتې د دوولسمې نيټې په شپه د عراق او ايران په سرحدي سيمه کې يوه سخته زلزله وشوه چې له امله يې په ايران کې لږ تر لږه ۴۴۵ تنه مړه شوي، له ۷۰۰۰ نه زيات کسان ټپيان شوي او څو زره کورونه ويجاړ شوي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای