CRI Online

د سعودي تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو د يمن د پلازمينې صنعا پر هوايي ميدان بريد وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 10:33:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يمن د پلازمينې صنعا د هوايي ميدان وياند مازين غنيم د نومبر په ۱۴مه نېټه وويل، چې د سعودي تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو په همدې ورځ پر ياد هوايي ميدان هوايي بريد وکړ چې له امله يې د دغه ميدان د هوايي لارښوونې سيستم ويجاړ شوی دی. تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې معلومات نه شته.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په دغه بريد کې ياد سيستم پوره ويجاړ شوی او اوس تخنيکي کارکوونکي د نوي سيستم په نصبولو او جوړولو بوخت دي. اوس دغه ميدان د مرستندويه مالونو وړونکيو الوتکو ته د خدمت ورکولو توان نه لري.

څرنګه چې يمن د ائتلافي ځواکونو لخوا کلابند شوی، نو د صنعا هوايي ميدان چې د حوثي وسله والو تر کنترول لاندې دی، يو کال مخکې د عامو الوتکو په مخ بند شوی و او يوازې د نړيوالو سازمانونو لخوا د مرستندويه مالونو وړونکې الوتکې پکې الوتنې کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای