CRI Online

له ۲۰۱۸م کال نه تر ۲۰۲۱م کال پورې به چين په وار سره د فونګ يونګ درېيم نمبر په نامه څلور مصنوعي سپوږمکۍ وتوغوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 10:47:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په ۱۵مه نېټه د چين د هوانوردي او هوايي علم او تخنيک ډله ييز شرکت خبر ورکړ چې له ۲۰۱۸م کال نه تر ۲۰۲۱م کال پورې به چين په وار سره د فنګ يونګ درېيم نمبر په نامه څلور مصنوعي سپوږمکۍ وتوغوي چې په دې جمله کې به د دوو سپوږمکيو په وسيله د ليرې څخه کنتروليدونکي ماشينونه زيات شي او نورې دوې سپوږمکۍ به د هوا پيژندنې او د بارانونو او واورو د اورښت د څيړنې په برخو کې رول ولوبوي.

د فونګ يونګ په نامه د سپوږمکيو د څيړنې څانګې مرستيال جوه شيو بين وويل، ياد څلور مصنوعي سپوږمکۍ به يو د بل سره همغږي او همکاري وکړي چې په دې نسبت به کرې ته په نژدې مدار کې د هوا پيژندنې د عمومي څيړنې په اړه د سپوږمکيو شبکه بشپړه شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای