CRI Online

د اسرائيلو صدراعظم: اسرائيل به په پر له پسې توګه په سوريه کې پوځي عمليات تر سره کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 10:49:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو صدراعظم بينجامين نيټانياهو د نومبر په ۱۳مه نېټه وويل، چې اسرائيل به د خپل امنيت د ساتلو په هکله په پر له پسې توګه په سوريه کې پوځي عمليات تر سره کړي. که څه هم مخکې تر دې امريکا، روسيې او اردن د سوريې په جنوب لويديځ کې د اوربند يو تړون لاسليک کړی دی، خو اسرائيل به د خپل امنيت له لحاظه په مداومه توګه په سوريه کې پوځي عمليات تر سره کړي.

د اوږدو مودو راهيسې، اسرائيل خپل امنيت ته د يوه لوی ګواښ په توګه د لبنان حزب الله ګوري او ايران ملامت کوي چې د سوريې د ځمکني دهليز له لارې د لبنان حزب الله ته وسلې ورکوي. نو اسرائيلو څو څو ځله پر دغې ډلې باندې د بريدونو په پلمه پر سوريې هوايي بريدونه کړي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای