د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، څو ورځې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چين څخه رسمي ليدنه وکړه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دواړو مشرانو په خبرو اترو کې هيله وښودله چې امريکا د يو چين پر پيژندنې ټينګار وکړي، تر څو دوه اړخيزې اړيکې ټينګې شي. د چين د دولتي شورا د تايوان چارو دفتر وياند ما شياو ګوانګ د نومبر په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د يو چين پر پيژندنې ټينګار کول د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو سياسي بنسټ دی.
هغه وويل، د يو چين پيژندنه د نړيوالې ټولنې ګډه نظريه ده، د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو سياسي بنسټ دی او د تايوان تنګي د سولې او ثبات بنسټ هم دی. د يو چين پر پيژندنې د امريکا ټينګار د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |