CRI Online

روسيې پر امريکا نيوکه وکړه چې د داعش وسله وال ساتي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 15:17:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ملي دفاع وزارت د نومبر په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر امريکايي ځواکونو نيوکه وکړه چې په سوريه کې د داعش هغه وسله وال ساتي چې د تېښتې په حال کې دي. د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاؤروف په همدې ورځ وويل، چې د امريکا دغه شان کړنې څو څو ځله رامنځته شوې دي.

په ياده اعلاميه کې راغلي چې په تېرې اوونۍ کې د سوريې حکومتي ځواکونو د روسيې د هوايي ځواکونو تر مرستې لاندې پر سرحدي ښار ابو کمال باندې بريد وکړ او په هغه وخت کې د داعش زيات وسله وال د موټرونو په وسيله ختيځې خوا ته وتښتېدل. په سوريه کې د روسيې قوماندان د دوو ځلو لپاره د امريکا تر مشرۍ لاندې د ترهګرۍ پر ضد له ائتلاف څخه غوښتنې وکړې چې د وسله والو د ځپلو لپاره جنګي الوتکې ولېږي. خو امريکا دغې غوښتنې رد کړې.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د امريکا د دغو کړنو موخه هم د داعش وسله وال ساتل او هم د دغو وسله والو له لارې په دغه ځای کې د امريکا د ګټو ساتل دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای