CRI Online

د ابتدايې شمېرنې له مخې تازه زلزلې ايران ته د څلور سوه او پنځوس مليونو امريکايې ډالرو په ارزښت زيانونه رسولي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 15:19:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په ۱۴مه نېټه د ايران د کرمانشاه ولايت حکومت يوه ابتدايې شمېرنه خپره کړه چې د ايران او عراق په سرحدي سيمه کې پېښې شوې زلزلې ايران ته د څلور سوه او پنځوس ميلونو امريکايې ډالرو په ارزښت زيانونه رسولي دي.

د دغه هېواد د تسنيم خبري اژانس خبر ورکړ چې د کرمانشاه ولايت د شمېرنې له مخې، د دغه ولايت په کليوالو سيمو کې له يوولس زرو نه زيات کورونه ويجاړ شوي دي او په ښارونو کې څه باندې پنځه زره کوټې پوره ويجاړې شوې دي چې د مستقيمو زيانونو ارزښت څلور سوه او پنځوس مليونو امريکايې ډالرو ته رسېدلی دی. د يادې شمېرنې اندازه به سړکونو او عامه تاسيساتو ته د زيانونو د شمېرلو له مخې نوره هم زياته شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای