CRI Online

د عراق صدراعظم د کرديانو له خپلواکې سيمې څخه غوښتنه وکړه چې مرکزي حکومت ته د سرحدي بندرونو د کنترول واک ورکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 15:21:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق صدراعظم حيدر العبادي د نومبر په ۱۴مه نېټه د کرديانو د خپلواکې سيمې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره مرکزي حکومت ته د سرحدي بندرونو د کنترول واک ورکړي او مرکزي حکومت به د دغو بندرونو د ادارې لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

نوموړي په همدې ورځ د کابينې له يوې نوبتي غونډې نه وروسته په يوه خبري ناسته کې د يادې سيمې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په ۲۰۰۳ م کال کې ټاکل شوې اداري سرحدي کرښه وساتي او ترکيې او ايران ته نژدې د سرحدي بندرونو د کنترول واک دې مرکزي حکومت ته ورکړي. هغه وويل، چې موږ به همېشه انتظار ونه کړو او موږ به د دغو بندرونو د ادارې لپاره تدبيرونه ونيسو. نوموړي زياته کړه چې د سرحدي کرښو او بندرونو کنترول د مرکزي حکومت د صلاحيت د ساتلو حتمي تدبير دی او د عراق له اساسي قانون سره سمون خوري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای