CRI Online

لي که چيانګ د فليپين د ولسي جرګې له مشر پانټاليون الواريز سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 15:24:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د نومبر د ۱۵مې نېټې په سهار د فليپين په پايتخت مانيلا کې د دغه هېواد د ولسي جرګې له مشر پانټاليون الواريز سره وکتل.

صدراعظم لي که چيانګ وويل، چې د اقتصاد په ساحه کې چين او فليپين يو د بل نيمګړتياوې پوره کولای شي او دوه اړخيزې همکارۍ لا نژدې شي. فليپين د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د اساسي تاسيساتو په ابادولو بوخت دی او چين غواړي په دې بهير کې د توليدي توان او د تجهېزاتو د توليدولو په برخو کې د خپلو غوره والو په پام کې نيولو سره له فليپين سره ښې همکارۍ وکړي او د پولي همکاريو پر بنسټ ګډې ګټې زياتې کړي. چين هيله لري چې د فليپين له ولسي جرګې سره يو ځای د دوه اړخيزو دوستيو د ټينګېدو او د پارلمانونو ترمنځ د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستيو او همکاريو د ژورتيا لپاره ښه زمينه برابره کړي.

ښاغلي الواريز وويل، چې د تېرو لسو کلونو راهيسې، ښاغلی لي که چيانګ د چين لومړی صدراعظم دی چې له فليپين څخه رسمي ليدنه کوي. دا د دوه اړخيزو اړيکو لپاره ډېر اهميت لري. فليپين غواړي د متقابل تګ راتګ، پولي چارو او نوښت په برخو کې له چين سره ښې همکارۍ وکړي او له هغو مسلسلو غونډو او د چين له ملاتړ څخه مننه کوي چې د فليپين لخوا تر سره شوې دي. فليپين هيله لري چې د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ همکارۍ لا نژدې شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای