CRI Online

د م م د بشري حقوقو عالی کميشينر د اروپايي ټولنې له خوا له پناه وړونکو او غيرعادي کډوالو سره د چلند په اړه ناامېدي څرګنده کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 19:18:40

د م م د بشري حقوقو عالی کميشينر ذيد الحسين د نومبر په ۱۴ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ناامېدي څرګنده کړه چې اروپايي ټولنې له ليبيا سره مرسته کړې چې په مديترانه کې اروپا ته د پناه وړونکيو او غير عادي کډوالو د ننوتلو مخه نيسي او بيا يې بېر ته لېږي، او غږ يې وکړ چې د دغو پناه وړونکو او غير عادي کډوالو بشري حقوق بايد وساتل شي.

د م م د بشري حقوقو د عالی کميشينر دفتر د خبر له مخې، د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تر شپږمې نېټې پورې د م م د بشري حقوقو څارونکو د ليبيا په پلازمينه ترابلس کې د غيرقانوني کډوالو پر ضد د توقيف په څلورو مرکزونو کې موندلي چې، د ماشومانو په شمول په زرګونو توقيف شوي پناه وړونکي او غير عادي کډوال د ژوند اساسي توکي نه لري او ګڼ شمېر کسان وهل شوي يا حتی جنسي تېری پرې شوی دي. توقيف شوي کډوال نه شوی کولای چې د توقيف د قانونيت په اړه پوښتنه وکړي يا قانوني مرسته تر لاسه کړي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې ۱۹ زره پناه وړونکی او غير عادي کډوال په ليبيا کې بند شوي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای