CRI Online

چين د م م د يونيسکو سازمان د نړيوالو ميراثونو کميټې غړی شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-15 20:27:07

د م م د يونيسکو سازمان د نومبر په ۱۴ مه نېټه په پاريس کې د نړۍ کلتوري او طبيعی ميراثونو د ساتنې تړون د غړيو هېوادونو په ۲۱مه غونډه کې چين په ۱۲۸ رايو د دې کميټې د غړي په توګه انتخاب شو او د ماموريت موده به يې ۴ کاله وي.

استراليا، بحرين، بوسنيا هرزګوينا، برازيل او ۱۱ نورو هېوادونو له چين سره يوځای په دې کميټه کې هم غړيتوب ترلاسه کړ. په دې کميټه کې تر اوسه پورې ۲۱ غړي هېوادونه شته.

له ۱۹۸۵ کال راهيسي په دې تړون کې چين د دريو ځلو لپاره د نړيوال ميراث کميټې غړی و. چين تر اوسه پورې ۵۲ نړيوال ميراثونه په لاس کې لري چې په نړۍ کې دوهم مقام نيسي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای