CRI Online

د لبنان ولسمشر پر سعودي عربستان نيوکه کړې چې د دې هېواد صدراعظم سعد حريري يې نيولی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-11-16 09:34:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د لبنان ولسمشر ميچل اون د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه وويل چې ځکه د لبنان صدراعظم سعد حريري بېرته خپل وطن ته نه دی راستون شوی ، لامل يې دا دی چې هغه د سعودي عربستان له خوا ونيول شو.

نوموړي په همدې ورځ په ټويټر کې ليکلی چې زمونږ په اند تر اوسه پورې حريري لبنان ته نه دی راستون شوی،لامل يې دا دی چې هغه د سعودي عربستان له خوا ونيول شو چې دا له اړوند نړيوال قانون څخه سرغړونه ده.

د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د لبنان صدراعظم حريري له خپلې دندې څخه د استعفا اعلان وکړ او تر هغه وروسته لبنان ته نه دی ستون شوی، نو عامه افکار ګومان کوي چې هغه د سعودي عربستان له خوا ونيول شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای