د سين هوا اژانس د نومبر په ۱۵مه نيټه د روسيې دفاع وزارت په قول خبر ورکړ چې روسي پوځ د Tu-22M3 ډول ۶ لېرې واټن بم غورځونکو الوتکو په لېږلو سره د سوريې د ابو کامل ښار په ورڅېرمه د داعش پر موخو بمبارۍ وکړې.
د خبر له مخې، دغه ۶ بم غورځونکې الوتکې له روسيې څخه وخوځېدلې او د ايران او عراق له لارې سوريې ته ننوتلې دي.
د دې تر څنګ د Su-30SM ډول څو جنګي الوتکې د سوريې په لتاکيا ايالت کې د حميميم له هوايي اډې څخه هوا ته پورته شوې او د يادو بم غورځونکو الوتکو امنيت يې ساتلی دی. ټولې الوتکې د خپلو دندو تر بشپړولو وروسته په امن سره خپلو اډو ته بېرته ستنې شوې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |