سين هوا اژانس د ايران رسنيو په قول خبر ورکړ، د عراق او ايران ترمنځ په سرحدي سيمه کې د نومبر د ۱۲مې نيټې په شپه سخته زلزله وشوه چې له امله يې تر دې دمه ۴۷۴ تنه مړه شوي او ۹۳۸۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ايران د تسنيم خبري اژانس د خبر له مخې، د ژغورونکو کارونو په تر سره کولو سره به د مرګ ژوبلې شمېر نور هم زيات شي. له ۱۲ مې نيټې راهيسې د ۲۸۰ ځلو لپاره ټکانونه هم احساس شوي چې درجې يې له ۴.۵ نه تر ۶.۱ پورې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |