CRI Online

د افريقايي هېوادونو ټولنه: د زيبابوې بېلا بېلې خواوې دې په سوله ييزه توګه خپل سياسي بحران حل کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-16 10:52:17

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افريقايي هېوادونو ټولنې د نومبر په ۱۵مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره غوښتنه وکړه چې د زيبابوې حکومت او پوځ دې د اساسي قانون تر چوکاټ لاندې په سوله ييزه توګه اوسنی سياسي بحران حل کړي.

د افريقايي هېوادونو ټولنې د کمېټې مشر موسی فاکی په ياده اعلاميه کې له ښکيلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د زيبابوې د اساسي قانون او د افريقايي هېوادونو ټولنې د منشور اړوندو مادو سره سم په معقوله توګه له اوسني حالت سره مقابله وکړي.

هغه وويل چې د افريقايي هېوادونو ټولنه د زيبابوې سياسي حالاتو ته زياته پاملرنه کوي او په دې ژمنه ده چې د جنوبي افريقا هېوادونو له ټولنې سره په همکارۍ سره په زيبابوی کې د اوسني سياسي بحران سوله ييز حل تامين کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای