د سين هوا اژانس د خبر له مخې، څو ورځې مخکې د امريکا د عدليې وزارت د نننۍ روسيې ټلويزيون تر چوکاټ لاندې امريکايي چېنل د بهرني هېواد وکيل په توګه وباله. دې ته په ځواب کې د نومبر په ۱۵مه نيټه د روسيې په دوما يعنی د استازيو په جرګه کې د دغه هېواد د غير سوداګريزو سازمانونو په قانون کې د بهرنيو هېوادونو وکيلانو په اړه د مادې تعديلولو مسوده تصويب شوې او ژر به د سنجش لپاره د مشرانو جرګې ته وړاندې شي. د روسيې د يو پارلماني غړي په قول، دغه مسوده دا معنی ورکوي چې که کوم يو هېواد په بهر کې د روسي خبري رسنيو پر اړوندو کارونو محدوديت ولګوي، نو په روسيه کې د ياد هېواد په پانګونې بهرنۍ رسنۍ ښايي د بهرنيو هېوادونو د وکيلانو په توګه وبلل شي.
د روسيې د عدليې وزارت د بهرنيو هېوادونو د وکيلانو په توګه په دغه هېواد کې د بهرنيو رسنيو د بللو دنده پر غاړه اخلي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |