د چين د چاپېريال ساتنې وزارت رسمي ويبپاڼې خبر ورکړ چې د نومبر په ۱۴مه نيټه د دغه وزارت د ګوندي ډلې مشر او وزير لي ګان جيې په بېجينګ کې د ګوندي ډلې يوه غونډه جوړه کړه او د عمومي منشي شي جين پينګ د مهمو لارښوونو پر پلې کولو څېړنه يې وکړه.
د دغې غونډې له مخې، عمومي منشي شي جين پينګ چين ته د بهرنيو کثافاتو ننوتلو ته زياته پاملرنه کوي، د اړوندې غونډې په مشرۍ سره يې د بهرنيو کثافاتو د ننوتلو ممنوعيت او د جامدو کثافاتو د اداري نظام د اصلاحاتو لايحه منظور کړه او څو څو ځله يې اړوندې لارښوونې وکړې.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |