د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د نومبر د ۱۵مې نيټې په شپه د چين د ماشومانو فلمونو ۱۳مې دورې نړيوال فيستوال پرانيستل شو. د ماشومانو فلمونو د اړوندو کارکوونکو، ماشومانو او خبريالانو په شمول کابو زر تنو د ياد فيستوال په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.
د چين د ماشومانو فلمونو ټولنې مشر ښاغلي هو که مينګ څرګنده کړه چې د فلمي چارو چټک پرمختګ د کارتوني فلمونو نوښت پرمخبيولی. اوس چين هر کال د ماشومانو لپاره نژدې ۱۰۰ فلمونه جوړوي او پکې د لس ګونو مليونو يوانو پانګه اچوي.
دغه فيستوال به ۵ ورځې دوام ولري.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |