د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجيپ تايب اردوغان د نومبر په ۱۵مه نيټه قطر ته خپل دوه ورځني رسمي سفر پای ته ورساوه. په دې ترڅ کې ترکيې او قطر د همکارۍ څو تړونونه او يادښتونه لاسليک کړل.
د قطر خبري اژانس د خبر له مخې، ياد تړونونه او يادښتونه له قوانينو، پولي چارو، د پرسونلو روزلو، خوراکي امنيت، سيلانۍ او د بندرونو د ادارې په شمول له څو برخو څخه عبارت دي. د قطر امير تميم بن التاني له ولسمشر اردوغان سره خبرې وکړې. دواړو خواوو د سيمې او خليج حالاتو په اړه د نظريو تبادله وکړه.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |