CRI Online

لي که چيانګ د فليپين له ولسمشر سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-11-16 11:51:33

پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ١٥مې نيټې په ماسپښين د چين صدراعظم لي که چيانګ په مانيلا کې د فليپين له ولسمشر رودريګو ډوټيرټ سره خبرې اترې وکړې.لي که چيانګ وويل چې له حقايقو څخه څرګنديږي چې د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ پر دوستۍ ټينګار کول له بنسټيزو ګټو سره سمون لري چې دا د خلکو عمده هيله ده او د ځايي سيمې تمايل او د ګډ پرمختګ بنسټ هم دی.چين غواړي چې له فليپين سره د دواړو خواوو ترمنځ دوستي ټينګه کړي او خپل منځی همکاري پياوړې کړي تر څو دوه اړخيزې اړيکې په سالمه او ثابت ډول پرمختګ وکړي.

(اواز...........) د روانې مياشتې د ١٥مې نيټې په ماسپښين د فليپين ولسمشر روډريګو ډوټيرټي په جمهوري ماڼۍ کې دغه هېواد ته د صدراعظم لي که چيانګ د راتګ لپاره د هر کلي مراسم تر سره کړل. تر لسو کلونو وروسته دا له فليپين څخه د چين صدراعظم لومړۍ ليدنه ده.صدراعظم لي که چيانګ په دې خبرو اترو کې ولسمشر روډريګو ډوټيرټي ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او پيرزوينې ورسولي . هغه وويل چې د چين او فليپين ترمنځ تګ راتګ اوږد تاريخ لري او دوه اړخيزه دوستانه همکاري تل عمده تمايل بلل کيږي.اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له ستونزو څخه وتلي دي. هغه وويل (اواز..........)شمالي ځمکنۍ کره اوس ژمی دی، خو د مانيلا تودوخه لاهم لوړه ده ،د چين او فليپين ترمنځ اړيکې اوس هم تودې دي او د ښه کېدو په حال کې دي. مونږ هيله لرو چې دغه تمايل ته دوام ور کړو.دغه ليدنه د چين د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو راهيسې له فليپين څخه زما لومړۍ ليدنه ده چې موخه يې د دواړو خواوو ترمنځ د دوستۍ ټينګښت دی.که څه هم دوه اړخيزې اړيکې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي ، خو د دواړو هېوادونو د خلکو هغه هيله نه ده بدله شوې چې دوه اړخيزې اړيکې دې ښې شي او ښه راتلونکې دې ولري.

هغه زياته کړه چې چين غواړي چې د سوداګريزو پانګونو،معلوماتي تخنيکونو،کرنې او کب نيوونکو چارو په شمول ځينو برخو کې له فليپين سره همکاري وکړي،په ستراتيژيکو امنيتي چارو کې به همکاري پياوړې کړي تر څو له عنعنوي او غير عنعنوی امنيتي ننګونو سره مقابله وکړي . د دې ترڅنګ دواړه هېوادونه بايد په کلتوري،علمي، تخنيکي او روغتيايي چارو کې همکاري پياوړې کړي.هغه وويل(اواز..........) د ٢٠٤٠ لپاره د پرمختګ په هکله د فليپين له خوا پر وړاندې شوې ستراتيژۍ هوکړه کوم .چين غواړي چې په فليين کې د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې ګډون وکړي . پر دې هکله مې همدااوس له ولسمشر ډوټيرټي سره سلامشوره وکړه او وړانديز کوم چې دواړه خواوې بايد د يادې ستراتيژۍ د پلي کولو لپاره پنځه يا لس کلن همکاريز پلان جوړ کړي تر څو په دغو برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې شي او نړيوالو ته هغه نښه وښيي چې د چين او فليپين ترمنځ اړيکې به هرو مرو په سالمه او ثابته توګه روانې وي.

لي که چيانګ فليپين ته مباريک وويله چې په برياليتوب سره يې د ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په هکله يو لړ غونډې تر سره کړې دي، او دې ته يې اشاره وکړه چې چين په ديپلوماتيکو چارو کې د جنوب ختيځې اسيا ټولنې ته لومړيتوب ور کوي او د سيمه ييز پرمختګ او همکارۍ لپاره هڅه کوي.فليپين به د چين او جنوب ختيځې اسيا ټولنې د اړيکو د همغږي کووونکي په توګه وټاکل شي . چين غواړي چې د چين او دغې ټولنې ترمنځ د اړيکو د نوي پرمختګ او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره له فليپين سره ګډې هلې ځلې وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای