CRI Online

لي که چيانګ د فليپين له ولسمشر رودريګو دوټرټ سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-11-16 11:58:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د ختيځې اسيا د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په  يو لړ غونډو کې تر ګډون وروسته د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه له فليپين څخه رسمي ليدنه پيل کړه. د همدې ورځې په ماسپښين لي که چيانګ په مانيلا کې د فليپين له ولسمشر ردريګو دوترټ سره خبرې اترې وکړې.

لي که چيانګ ولسمشر دوټرټ ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او پيزوينې ورسولې. هغه وويل چې د چين او فليپين ترمنځ تګ راتګ اوږد تاريخ لري،نو دوستانه همکاري تل عمده تمايل بلل کيږي.اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له ستونزو څخه وتلي دي.له حقايقو څخه څرګنديږي چې د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ پر دوستۍ ټينګار کول د چين او فليپين ترمنځ له بنسټيزو ګټو سره سمون لري چې دا د خلکو ګډه هيله ده او د اسيا سيمې عمده تمايل او د ګډ پرمختګ بنسټ هم دی.

ولسمشر دوټرټ وويل چې له فليپين څخه د لي که چيانګ ليدنه  تر لسو کلونو وروسته دغه هېواد ته د چيني مشرانو لومړی سفر دی ، نود اهميت وړ دی.فليپين غواړي چې له چين سره د جنوب ختيځې اسيا ټولنې او چين ترمنځ د اړيکو د نوي پرمختګ لپاره هڅه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای