د سينهوا اژانس د خبر له مخې د لبنان ولسمشر ميشال عون د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه وويل چې د لبنان صدراعظم سعد حريري بېرته خپل وطن ته نه دی راستون شوی ، لامل يې دا دی چې هغه د سعودي عربستان له خوا نيول شوی دی.
نوموړي په همدې ورځ په ټويټر کې ليکلی چې تر اوسه پورې حريري لبنان ته نه دی راستون شوی،نو زما په اند هغه د سعودي عربستان له خوا نيول شوی دی چې دا له اړوند نړيوال قانون څخه سرغړونه ده.
د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د لبنان صدراعظم سعد حريري له خپلې دندې څخه استعفا اعلان وکړه او تر هغه وروسته لبنان ته نه دی ستون شوی، نو عامه افکار ګومان کوي چې هغه د سعودي عربستان له خوا نيول شوی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |