د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي ګوټريس د نومبر په ۱۵مه نيټه د جرمني په بن کې د اقليمي بدلون په اړه د م م په غونډه کې د چيني پلاوي له مشر او د اقليمي بدلون چارو په اړه د چين حکومت ځانګړي استازي شيې جه هوا سره وکتل. دواړو خواوو د چين او م م ترمنځ د اقليمي بدلون همکارۍ او له اقليمي بدلون سره د مقابلې نړيوال بهير د پرمخبيولو په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادله وکړه.
ښاغلي ګوټريس څرګنده کړه چې له تېرو څو کلونو راهيسې چين د اقتصادي پرمختګ، چاپېريال او اقليم په شمول څو ساحو کې خپل لارښوونکی توان څرګند کړی او په څو اړخيز بهير کې د م م مهم همکار دی. چين له اقليمي بدلون سره د مقابلې د څو اړخيز بهير د پرمخبيولو لپاره خورا مهم رول لوبولی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |