د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني په بن کې د اقليمي بدلون په اړه د م م په غونډه کې پرمختيايي او پرمختللو هېوادونه له ۲۰۲۰ کال مخکې د اقليمي بدلون په اړه تود بحث وکړ. چيني پلاوی په دې اند دی چې د توپيرونو د لېرې کولو کلي پر پاريس تړون سم پوهېدل او پلې کول دي.
د يادې غونډې په ترڅ کې د چين په شمول زياتو پرمختيايي هېوادونو د غونډې اجنډا د ټاکلو او له ۲۰۲۰ کال مخکې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په خاطر نړيوال عمليات بيا تر غور لاندې ونيول شي. د چيني پلاوي مرکچي او د پرمختګ او اصلاحاتو دولتي کمېټې يو چارواکي ښاغلي چن جه هوا وويل چې د غونډې په اجنډا کې بايد د کيوتو پروتوکول د ژر نافذ کېدو، له ۲۰۲۰ کال مخکې د پرمختللو هېوادونو لخوا د کاربن ايستنې اندازې د کمولو او پرمختيايي هېوادونو ته د مالي او تخنيکي ملاتړ د برابرولو په اړه کړې ژمنې بيا وګوري.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |