د نشه یي توکیو او جرمونو دفتر او د افغانستان حکومت په ګډه د یو راپور په خپرولو سره وویل چې سږ کال د افغانستان د اپیون تولیدي اندازې نوی ریکارد ټینګ کړی دی. سږ کال د افغانستان د اپیون تولیدي اندازه ۹۰۰۰ ټنو ته رسیدلې چې دغه رقم د تیر کال په پرتله ۸۷ فیصده زیات شوی او له دې جملې څخه د کوکنارو د کرنې مساحت ۳۲۸ زرو حکتارو ته رسیدلی چې دغه رقم د تیر کال په پرتله ۶۳ فیصده زیات شوی دی.
د م م د نشه یي توکیو او جرمونو دفتر اجرایوي مشر یوري فیدوتوف وویل چې دغه حالت افغانستان د ده ګاونډیو هیوادونو او د اپیون انتفالي هیوادونو ته به لازیاتې ننګونې وړاندی کړي.
هغه له افغانستان او نړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې اړوند تدبیرونه ونیسي او دغه نړیواله مسئله پر غاړه واخلي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |