CRI Online

وانګ يي به د اسيا او اروپا د بهرنيو چارو وزيرانو د ۱۳مې دورې په غونډه کې ګډون وکړي او له بنګلديش او ميانمار څخه به ليدنه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-16 19:45:27

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د نومبر په ۱۶ مه نېټه وويل، چې د اسيا او اروپا د بهرنيو چارو وزيرانو د ۱۳ مې دورې غونډه به د نومبر له ۲۰ مې نېټې څخه تر ۲۱ مې نېټې پورې د ميانمار په نای پيي تاو کې جوړه شي. د ميانمار د دولت لوی وزير او د بهرنيو چارو وزير انګ سان سوو چي په بلنه، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د چيني پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي.

ګنګ شوانګ وويل، وانګ يي به د غونډې د ټولو پړاونو په بحث کې ګډون وکړي، او د نړيوال او سيمه ييز حالت، د اسيا او اروپا همکارۍ او د اړوندو تودو موسئلو په اړه به د چين نظر او دريځ څرګند کړي، او د اړوندو هيوادونو د پلاويو له مشرانو سره به کتنه وکړي.

هغه زياته کړه، چې له غونډې مخکې وانګ يي به د نومبر په ۱۸ مه نېټه او په ۱۹ مه نېټه په جلا توګه له بنګلدېش او ميانمار څخه ليدنه وکړي، د بنګلدېش او ميانمار د بهرنيو چارو وزيرانو سره به خبرې اترې وکړي او د دواړو هېوادونو له مشرانو سره به کتنه وکړي چې د چين او بنګلدېش سره د دوو اړخيزو اړيکو، د چين او ميانمار سره د دوو اړخيزو اړيکو او د اوسنۍ سيمه ييز حالت په شمول د ګډه ګټو مسئلو په اړه به د نظريو تبادلې وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای