CRI Online

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سعودي عربستان له پاچا سره ټليفونې خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-11-16 21:39:43

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۶مه نېټه د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدلعزيز سعود سره ټليغونې خبرې وکړې.

پاچا سلمان د چين د نولسم ملي کانګرس د بريالي پای ته رسيدو او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي په توګه د شي جين پينګ د يو ځل بيا ټاکل کيدو په هکله رئيس شي جين پينګ ته مبارکۍ څرګنده کړه او پر دې پې ټينګار وکړ چې د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس تر لارښوونې لاندې به چينايان لا زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي. هغه وويل زما او د دولت رئيس شي جين پينګ تر ګډې لارښوونې لاندې د سعودي عربستان او چين تر منځ اړيکو ډېر پرمختګونه تر لاسه کړي دي. سعودي عربستان غواړي چې د دواړو هېواړونو د جګ پوړي ګډ کميسيون له لارې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ کال هيلې او د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ونښلوي، د انرژيو او پولي چارو په ساحو کې همکارۍ ټينګې کړي. سعودي عربستان غواړي چې د خليج په سيممه کې د چين مهم همکار وګرځي او د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو دوستانه اړيکو د ټينګيدو لپاره کوښښ وکړي چې د دواړو هېوادونو له ګټو سره سمون لري او د نړيوالې سولې او ثبات لپاره ګټور دی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ وويل چې د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس د چين د پرمختګ لپاره پړاويز اهميت لري. په غونډه کې د چين د پرمختګ لارښوونکې نظريې تصديق شوې او د چين د عصري ابادۍ په هکله ستراتيژيکي ترتيبات جوړ شوي. موږ باور لرو چې د چينيانو مشري وکړو او يو سمسور چين جوړ کړو. د چين او سعودي عربستان د مشرانو تر منځ تګ راتګ ډېر مهم دی او چين به له سعودي عربستان سره يو ځای ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړي، د چين د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز او د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ کال د هيلې د ستراتيژۍ تر منځ د تماس نيولو، د دواړو هېوادونو د جګ پوري ګډې کميټې د ميکانيزم له لارې په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ پرمخبوزي تر څو ذات البيني اړيکې د دواړو هېوادونو او د دې سيمې خلکو ته ګټې ورسوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای