د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بشري حقونو پرمختيايي صندوق او په امريکا کې د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو دولتي کمېټې په ګډو ترتيباتو سره د چين او امريکا د عدليې او بشري حقونو ۷م سيمينار د نومبر له ۱۴مې تر ۱۵مې نيټې پورې په نيويار کې تر سره شو. د چين او امريکا څه دپاسه ۲۰ تنو کارپوهانو، قاضيانو، وکيلانو او اړوندو شخصيتونو د عدليې پر ابادۍ او د بشري حقونو پر تامين ژور بحثونه وکړل.
د چين د بشري حقونو پرمختيايي صندوق مرستيال، د چين د قانون پوه ټولنې مرستيال او د چين د سياسي علومو او قانون پوهنتون مشر ښاغلي هوانګ جين د چيني پلاوي په مشرۍ سره په دغه سيمينار کې ګډون وکړ. هغه په دې پرانيستې غونډه کې څرګنده کړه چې دغه سيمينا د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په برياليتوب سره او چين ته د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د سفر تر کاميابۍ وروسته تر سره کېږي. د دواړو هېوادونو غير حکومتي سازمانونه يو د بل په درناوي سره د بشري حقونو پر مسئلې ډيالوګ کوي او يو له بل سره د نظريو تبادله کوي. دا د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره مثبت اهميت لري.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |