CRI Online

د انترنيټ څلورمه نړيواله غونډه به په ډيسمبر کې تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-17 09:44:37

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د انترنيټ څلورمه نړيواله غونډه به د ډيسمبر له ۳مې نيټې نه تر ۵مې نيټې پورې د جه جيانګ ولايت په وو جن کې تر سره شي. تر هغه وخت پورې به د نړۍ کابو ۴۰۰ مشهورې انترنيټي تصدۍ په دغه غونډه کې تر ټولو وروستي او پرمختللي تخنيکونه وښيي او خپلې علمي او تخنيکي لاسته راوړنې به خپرې کړي، د بېلګې په توګه د علي بابا بې له خدمت ګره سوپر مارکټ.

د چين د انترنيټي معلوماتو دفتر مرستيال ژن شيان ليانګ د نومبر په ۱۶مه نيټه د دولتي شورا په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې په ياده غونډه کې به د انترنيټ وروستي تخنيکونه او انترنيټ او ټولنه دوې برخې زياتې شي. د انترنيټ د وروستيو تخنيکونو په نامه برخه به په نړيوال انترنيټي ډګر کې نوي تخنيکي تمايل ته پاملرنه وکړي او د انترنيټ او ټولنې په برخه کې به د م م د ۲۰۳۰ کال دوام لرونکي پرمختيايي موخې ته په غور نيولو سره د بېوزلۍ له منځه وړلو او د کلتور خوندي کولو په شمول برخو کې د انترنيټي تخنيکونو رول څرګند شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای