CRI Online

د ترکيې، روسيې او ايران ولسمشران به د سوريې مسئلې په اړه د درې اړخيزې خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-17 09:45:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د ولسمشرۍ دفتر خبر ورکړ، چې د ترکيې، روسيې او ايران ولسمشران به د نومبر په ۲۲مه نېټه د روسيې په سوچي کې د سوريې مسئلې په باب خبرې اترې وکړي.

د ترکيې انادولو خبري اژانس په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې د ترکيې ولسمشر اردوغان، د روسيې ولسمشر پوتين او د ايران ولسمشر روحاني به په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي او په عمده توګه به د سوريې مسئلې د نوي پرمختګ او سيمه ييزو حالاتو په اړه بحث وکړي.

له سږکال راهيسې د يادو درېواړو هېوادونو تر هڅو لاندې د سوريې مسئلې اړوندو خواوو د قزاقستان په پلازمېنه استانا کې څو څله خبرې اترې کړې دي چې د سوريې مسئلې په اړه د ژنيو د سوله ييزو خبرو اترو لپاره يې بنسټ برابر کړی دی.

د سپتمبر په نيمايي کې تر سره شوی د سوريې مسئلې په باب استانا خبرو اترو کې روسيې، ترکيې او ايران سره توافق درلود چې په سوريه کې به د ادليب ولايت د څو سيمو په شمول ۴ د شخړې د کمولو او ارامولو سيمې جوړې کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای