CRI Online

په چين کې د پاناما سفارت پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-17 10:34:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د پاناما سفارت د نومبر په ۱۶مه نيټه په بېجينګ کې په رسمي توګه پرانيستل شو. د پاناما ولسمشر جوان کارلوس واريله او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سفارت د پرانيستونکو مراسمو ګډه مشري وکړه.

وزير وانګ يي څرګنده کړه چې له چين سره د سياسي اړيکو د ټينګېدو په اړه د ولسمشر واريله پرېکړه د پاناما دولت، ملت او خلکو له ګټو او د نړيوال پرمتخګ له تمايل سره سمون لري چې د تاريخي ازموينې وړ يوه سمه پرېکړه ده. له تېرو ۵ مياشتو راهيسې د چين او پاناما ترمنځ اړيکې هره ورځ نوی پرمختګ لري او نوی تاريخ جوړوي. باور لرو چې چين ته د ولسمشر واريله دغه سفر او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ لومړۍ تاريخي کتنه به د چين او پاناما ترمنځ د اړيکو پرمختګ ښکلې راتلونکې جوړه کړي.

ولسمشر واريله وويل چې نن په چين کې د پاناما سفارت په رسمي توګه پرانيستل کېږي. ما په خوشحالۍ سره له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې خپله هيله پوره کړې ده. پاناما به خپلې کړې ژمنې تر سره کړي چې پر يو چين تګلارې به ټينګار وکړي او له چين سره د دوستانه همکارۍ اړيکې به ټينګې کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای