CRI Online

د چين خارجه وزير به د اسيا او اروپا هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ۱۳مه غونډه کې ګډون وکړي او بنګله ديش او ميانمر ته به سفر وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-17 10:46:20

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپا او اسيا هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ۱۳مه غونډه به د نومبر له ۲۰مې نه تر ۲۱مې نيټې پورې د ميانمر په نېپيتو کې تر سره شي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي به د ميانمر د دولتي مشاورې او خارجه وزيرې مېرمن داو اونګ سن سو کي په بلنه د يو پلاوي په مشرۍ په ياده غونډه کې ګډون وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ خبر ورکړ چې وزير وانګ يي به د يادې غونډې په بېلا بېلو بحثونو کې برخه واخلي، د نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو، د اسيا او اروپا ترمنځ د ترانسپورټي پيوستون همکارۍ او تودو مسئلو په اړه به د چين نظريې او ادعا بيان کړي، د اړوندو هېوادونو پلاويو له مشرانو سره به کتنه وکړي، د اسيا او اروپا ترمنځ د همکارۍ نويو اړيکو د ټينګېدو لپاره به کوښښونه وکړي او د اسيا او اروپا ترمنځ همکارۍ ته به نوی خوځنده ځواک برابر کړي.

وزير وانګ يي به له يادې غونډې مخکې د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه نيټه په جلا جلا توګه بنګله ديش او ميانمر ته سفر وکړي، د دغو دوو هېوادونو له خارجه وزيرانو سره به خبرې وکړي، د دغو هېوادونو له مشرانو سره د دوه اړخيزو اړيکو او سيمه ييزو حالاتو په شمول د ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای