د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسيان ۳۱ سرمشريزه غونډه او د جنوب ختيځې اسيا د همکارۍ په اړه د مشرانو مسلسلې غونډې د نومبر په ۱۴مه نيټه په مانيلا کې پای ته رسېدلې دي. په ۱۶مه نيټه اسيان د يادې سرمشريزې غونډې د رئيسه اعلاميه خپره کړه.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې د اسيان هېوادونه په دې اند دي چې اوس له چين سره د جنوبي سمندر په مسئله کې خپلمنځې همکارۍ مثبتې او ښې دي، هيله لري چې په راتلونکي کې به د متقابل باور په پياوړتيا سره په سوله ييزه توګه دغه مسئله حل کړي. د اسيان هېوادونه دې ته سترګې په لار دي چې له چين سره د جنوبي سمندر پر عملياتي قواعدو بيا سلامشوره وکړي او د راتلونکي کال په سر کې به په ويتنام کې د جنوبي سمندر د بېلا بېلو خواوو عملياتي اعلاميې د پلې کولو په اړه د ائتلافي کاري ډلې غونډه جوړه شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |