د چین د نیوز اژانس دخبر له مخې د م م د چاپیریال ساتنې ریاست د بن په اقلیمي غونډه کې د یو نوی راپور په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه چې شین مالي پرمختګ د چین د ټولنیز او اقتصادي جوړښت اصلاحات په ګټه دی چې د شین پرمختګ او ایکولوژیکي تمدن په اړه د چین د ملي ستراتیژیکو موخو د پوره کولو لپاره ستر اهمیت لري.
په دې راپور کې هم ویل شوي چې چین د شین مالي پرمختګ په مخکښ کتار کې ولاړ دی. د روانې میاشتې په ۱۶ نیټه تر دې سرلیک لاندی یو راپور خپور شوی چې د ۲۰۱۷ کال انکشافي راپور-د چین د شین مالي سیستم ابادول دي. دغه راپور د م م د چاپیریال ساتنې ریاست او د چین د مالیې او اقتصاد مرکزي پوهنتون له خوا په ګډه جوړ شوی دی.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |