CRI Online

چین او هند د ساینس او تکنالوژۍ په برخه کې پراخې همکارۍ کولی شي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-17 14:51:57
چین او هند د ساینس او تکنالوژۍ په برخه کې پراخې همکارۍ کولی شي

په دې وروستیو کلونو کې د ساینس او تکنالوژۍ په برخه کې د چین او هند ترمنځ تګ راتګ مخ پر زیاتیدو دی او د کرنیز ساینس، اطلاعاتي تخنیک او عصري ښار په برخو کې یی نږدې همکارۍ ترسره کړي دي. په نوي دهلي کې د چین او هند د تخنیک نوښت او پانګې د همکاريو په فورم کې د چین او هند استازیو د همکاریو امیدونه څرګند کړي دي. په هند کې د چین لوی سفیر لوجاوهوي د روانې میاشتې په ۱۶ نیټه وویل چې چین او هند د نړۍ دوه ستر پرمختیایي هیوادونه دي چې غواړي د ساینس او تکنالوژۍ په وسیله خپل هیوادونه غښتلی او سمسور کړي نو چین او هند په دې برخه کې د همکاريو پراخ قوت لري. د هند د پارلمان غړي او د هند او چین د تجارتي مرکز مشر شری رجیو شوکلا په دغه فورم کې هم وویل چې دغه فورم ستر اهمیت لري چې د تخنیکي پرمختګ په موخه د هند او چین د تصدیو د همکاريو لپاره لوی ځای چمتو کوي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای