د امریکا د پارلمان د استازیو جرګې د روانې میاشتې په ۱۶ مه نیټه د مالیاتو د کمښت مسوده منظور کړه چې دا یی په وروستیو ۳۰ کلونو کې د مالیاتو د کمښت په برخه کې ترټولو لوی ګام پورته شوی دی. دغه راز به د امریکا د تصدیو او کورنیو مالیات کم شي خو د حکومت مالي کسر تر ډیرې اندازې پوری لوړ شي.
یاده مسوده په همدې ورځ د استازیو په جرګه کې په ۲۲۷ موافقو رایو او ۲۰۵ مخالفو رایو سره منظور شوه. د امریکا د قانون له مخې به د سنا مجلس یوه بله مسوده هم منظور کړي او بیا به دواړه خواوې همغږی وکړي. له دې وروسته به د سنا او استازیو مجلسونه په جلا جلا توګه رایګیري وکړي او بیا به یې د لاسلیک او توضیح لپاره ولسمشر ته هم وړاندی کړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |