CRI Online

د انټرنټ څلورمه نړيواله غونډه به په دسمبر مياشت کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-11-17 15:55:10

د انټرنټ څلورمه نړيواله غونډه به د دسمبر له درېيمې نيټې څخه تر پنځمې نيټې پورې د جه جيانګ ولايت په وو جن علاقه دارۍ کې تر سره شي او برخه وال به د ډيجټل اقتصاد د پرمختګ او د ورخلاصون د پرمخبيولو تر عنوان لاندې د نړيوال انټرنټي پرمختګ او ادارې په هکله ګډو نظريو ته ورسيږي . اوس مهال د دې غونډې د چمتوالي بېلا بېل کارونه تر سره شوي دي.

له ١٩٩٤ کال څخه تر اوسه پورې يعنې تر شل کلن پرمختګ وروسته چين يو لوی انټرنټ لرونکی هېواد ګرځېدلی دی .د روانې مياشتې د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر له خوا په جوړه شوې يوه خبري ناسته کې د چين د انټرنټي معلوماتو د دفتر مرستيال ژون شان ليانګ وويل چې ډيجټل اقتصاد د پاملرنې وړ دی. هغه وويل (اواز........)په تېرو څو کلونو کې د ډيجټل اقتصاد پرمختګ د پاملرنې وړ دی چې له امله يې اقتصاد نوی پرمختګ موندلی دی .په ٢٠١٦ کال کې د چين د ډيجټل اقتصاد پيمانه ٢٢٤٠ مليارډو يوانو ته رسيده وه چې دغه رقم د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت په سلو کې دېرش اعشاريه يو برخه نيولې وه.د الکترونيکې سوداګرۍ د معاملې ارزښت ٢٦٠٠مليارډو يوانو ته رسيدلی و.په انټرنټ کې د خرڅلاو ارزښت د کال منځنی انډول په سلو کې دېرش زيات شوی او د چين د انټرنټ کارونکو شمېر ٧٥٠ مليونه تنو ته رسيدلی دی.

په داسې حال کې د دې غونډې د پرانيستونکو مراسمو ،د انټرنټ رڼا په نوم د ننندارتون او د نړۍ د انټرنټي لاسته راوړنو پر خبري ناستې سربېره د ډيجټل اقتصاد او مخکښو تخنيکونو په شمول د پنځو برخو په هکله شل فرعي فورمونه جوړ شوي دي. د دغې غونډې د پاملرنې وړ برخو د يادونې په ترڅ کې ژون شان ليانګ وويل (اواز...............) لومړی مو د مخکښو انټرنټي تخنيکونو په هکله برخه وټاکله او ور سره د انټرنټ راتلونکي تمايل،مصنوعي ځيرکتيا او شريک اقتصاد ته پاملرنه کوو.دويم د انټرنټ او ټولنې ترمنځ د اړيکو برخه مو هم ټاکلې ده او د ٢٠٣٠کال لپاره د م م د دواملرونکي پرمختيايي موخې له مخې د بې وزلۍ د کمښت او د کلتور د ساتلو په برخو کې د انټرنټ کارونې ته پام اړوو تر څو د يوه لوی انټرنټ لرونکي هېواد په توګه د چين دنده څرګنده شي.

سربېره پردې نړيواله ګرځنده مخابراتي ټولنه او د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان هم د دغې غونډې د تر سره کولو لپاره هڅه کوي. د دې غونډې د تشکيلاتي کميټې مرستيالې که هوي جون وويل چې په غونډه کې د نړيوالو انټرنټي مخکښو تخنيکونو ښودل هم د پاملرنې وړ دي.هغې وويل(اواز.........) د چين د عليبابا،بې دو، او هوا وي په نوم چيني شرکتونه، د المان د اس اې پي په نوم شرکت او کاسپيرسکي ليبراټور به په دې غونډه کې خپلې لاسته راوړنې وښيي.سربېره پردې د دې غونډې په موده کې د عليبابا بې خدمتتکاره سوپارمارکيټ،د شياو ايي په نوم ژباړونکی ماشين ، روبوټ او داسې نور هم وښودل شي.

په دې غونډه کې به د ٢٠١٧ کال لپاره د نړيوال انټرنټ د پرمختګ راپور او د ٢٠١٧ کال لپاره په چين کې د انټرنټي پرمختګ راپور په هکله شين کتابونه د لومړي ځل لپاره خپاره شي او نړيوالو ته به د نړۍ او چين د انټرنټي پرمختيايي حالت او راتلونکې په باب معلومات وړاندې شي.

اوس مهال د دغې غونډې د چمتوالي بېلا بېل کارونه په بنسټيزه توګه تر سره شوي دي. د اټکل له مخې به د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو څخه پنځلس زره چيني او بهرني مېلمانه په دې غونډه کې ګډون وکړي چې نه يوازې د مشهورو انټرنټي شرکتونو بلکې د نورو هېوادونو سترو انټرنټي شرکتونو مسئولين به هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای