د سينهوا ازانس د خبر له مخې، د بريتانيا پوليسو د نومبر په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې په جون کې د ګرينفيل ودانۍ د اورلګېدنې له امله د يوې اميدوارې ښځې په شمول ۷۱ تنه وژل شوي دي.
د لندن پوليسو رياست په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې پوليسو د دغې ودانۍ هره خونه او عامه ساحه په بشپړه توګه معاينه کړې ده. د وروستيو دوو جسدونو د هويت په پېژندنې سره، پوليس يقين لري چې په دې پېښه کې د ټولو وژل شويو کسانو هويتونه ثابت شوي دي.
تر اوسه پورې پوليس د يادې پېښې په باب جزايي پلټنه کوي چې ښايي د ۲۰۱۸ کال تر پسرلي پورې دوام ولري.
د لندن د کنسينګټن سيمې په ګرينفيل ودانۍ کې د جون د ۱۴مې نېټې په سهار اور ولګېده. په هغه وخت کې په دې ۲۴ پوړيزې ودانۍ کې تقريباً ۴۰۰ تر ۶۰۰ اوسېدونکي موجود وو. د جون په ۱۹مه نېټه د بريتانيا پوليسو وويل چې په دې پېښه کې ۷۹ تنه وژل شوي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |