CRI Online

د چين استازي له امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه چې د سوريې د کيمياوي وسلو د مسئلې په برخه کې يووالی وساتي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-17 16:40:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي پلاوي لنډ مهالي سارژدافير وو های تاو د نومبر په ۱۶مه نېټه په امنيت شورا کې د سوريې د کيمياوي وسلو د مسئلې په اړه د امريکا د مسودې په مقابل کې د رايګرۍ له پای ته رسېدو نه وروسته له امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه چې د سوري مسئلې د سياسي حل لپاره د کيمياوي وسلو د مسئلې په برخه کې يووالی وساتي، تر څو د سوريې د سياسي بحران لپاره ښه زمينه برابره کړي.

د همدې ورځې په ماسپښين امنيت شورا د امريکا او روسيې لخوا د دوو مسودو په اړه رايګرۍ تر سره کړې او په دې نسبت به پريکړه وشي چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د کارولو په اړه د ګډې څارنې د مکانيزم د ماموريت موده اوږده شي او که نه. څرنګه چې يادې دوې مسودې په رايګرۍ کې رد شوې، نو د دغه ميکانيزم د ماموريت موده به د نومبر تر ۱۷مې نېټې پورې پای ته ورسېږي.

د چين استازي وو های تاو وويل، چې د امريکا د مسودې له مخې به د ياد مکانيزم د ماموريت موده نور يو کال اوږد شي. په دغه مسوده کې داسې محتويات شته چې په سوريه کې به د کيمياوي وسلو پر کارولو نيوکه وشي، د اړوندو پېښو په مناسبت به تحقيقات وشي، له دغه مکانيزم سره به د بېلا بېلو خواوو همغږي وشي او د ترهګريزو ډلو لخوا د کيمياوي وسلو د کارولو په شمول غير دولتي کړنو ته به پام وشي. خو د دغه ميکانيزم په چوکاټ کې د کاري لارو چارو د ترميمولو په برخه کې يې د امنيت شورا د ځينو غړو د پاملرنې وړ مسئلې تر غور او پام لاندې نه نيسي. نو له دې امله چين په رايګرۍ کې ممتعنه رايه ورکړه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای