CRI Online

څه ناڅه ۷۰ هېوادونه او سازمانونه به د ۲۰۱۹م کال لپاره د بېجينګ د باغواني په نړيوال نندارتون کې برخه واخلي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-17 16:43:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۹م کال لپاره د بېجينګ د باغواني نړيوال نندارتون تشکيلاتي کميټې خبر ورکړ چې تر اوسه پورې څه نا څه اويا هېوادونو او نړيوالو سازمانونو تائيد کړې چې په دغه نندارتون کې به برخه واخلي.

د دغې کميټې مسؤل وويل، چې د ۲۰۱۶م کال په اګست کې د چين حکومت نړيوالې ټولنې ته په دغه نندارتون کې د ګډون بلنې ورکړې دي. تر اوسه پورې د المان، بريټانيې، هالنډ، جاپان، هند، سينګاپور، تايلنډ، د شانګهای همکارۍ سازمان، د باڼسونو او تاکونو نړيوال سازمان په شمول څه نا څه اويا هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د ګډون نيت څرګند کړی دی. د اټکل له مخې، د دغه نندارتون د پرانيستلو په وخت کې به څه باندې سل هېوادونه او نړيوال سازمانونه برخه واخلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای