CRI Online

د م م سرمنشي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نړيوالو همکاريو کې د چين د کوښښونو ستاينه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-17 17:54:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس چې اوس د بريټانيې له پلازمينې لنډن څخه په رسمي ليدنه بوخت دی، د نومبر په ۱۶مه نېټه د يوې مرکې په ترڅ کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په نړيوالو همکاريو کې د چين د کوښښونو ستاينه وکړه او هيله يې وښودله چې چين په پر له پسې توګه مثبت رول ولوبوي.

نوموړي په همدې ورځ د لنډن پوهنتون د اسيا او افريقا په پوهنځي کې يوه وينا وکړه او له نړيوالې ټولنې څخه يې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د همکاريو د پياوړتيا غوښتنه وکړه. له دې نه وروسته يې د سينهوا اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې چين د م م په چوکاټ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا لپاره کوښښونه کړي دي او کوي يې. زه هيله لرم چې چين په مداومه توګه دغه شان رول ولوبوي.

د م م د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۶م کال کې په څه باندې سلو هېوادونو کې څه د پاسه يوولس زره ترهګريز بريدونه رامنځته شوي دي چې له امله يې پنځه ويشت زره کسان وژل شوي او درې دېرش تنه نور ټپيان دي. په تېرو لسو کلونو کې د شخړو او جګړو د سختېدو او زياتېدو له امله ترهګريز بريدونه هم د زياتوالي په حال کې و او په ځينو سيمو کې نارام او تزلزل حالات پاتې وو.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای