CRI Online

د عراق حکومتي پوځ د داعش وروستۍ اډې ته ننوتلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-17 20:15:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق حکومتي پوځ د نومبر په ۱۷مه نېټه په دغه هېواد کې د داعش وروستۍ اډې يعنې راوا علاقه دارۍ ته ننوتلی دی.

د عراق د ګډو عملياتو قومانداني مرکز خبر ورکړ چې حکومتي پوځ او سني وسله والو د همدې ورځې په سهاروختي د الانبار ولايت په لويديځ کې پر راوا علاقه دارۍ باندې په بريد پيل وکړ او د دغې علاقه دارۍ په لويديځ کې يې څلور اوسيدونکې سيمې نيولې دي. اوس دغه پوځي عمليات روان دي.

د دغه ولايت يو امنيتي چارواکي د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې د عراق حکومتي پوځ د ائتلافي ځواکونو د جنګي الوتکو او د عراق د هوايي ځواکونو تر مرستې لاندې له ختيځ، لويديځ او جنوبي لوري دغې علاقه دارۍ ته ننوتلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای