CRI Online

شي جين پينګ د پاناما له ولسمشر جوان کارلوس واريلا روډريګويز سره خبرې اترې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-18 15:35:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۱۷مه نېټه د چين د خلکو په لوی تالار کې د پاناما له ولسمشر جوان کارلوس واريلا روډريګويز سره خبرې اترې وکړې.

رئيس شي جين پينګ وويل، چې ښاغلی واريلا روډريګويز د پاناما لومړی ولسمشر او د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس نه وروسته د لاټيني هېوادونو لومړی ولسمشر هم دی چې له چين څخه رسمي ليدنه کوي. زه د چين د خلکو په استازيتوب ستاسو تود هر کلی کوم.

ولسمشر واريلا روډريګويز وويل، چې نن ورځ زه د پاناما د ولسمشر په حيث له چين څخه تاريخي ليدنه کوم چې زما دايمي هيله تر سره کېږي، او ډېر خوشحاله يم او وياړم. نن ورځ زه د لوی دېوال سيل کوم او له لوی دېوال څخه د چيني ملت روحيه او ټينګ همت احساسوم. زه پر دې ټينګار کوم چې پاناما د يو چين پر پيژندنې ټينګار کوي او د چين له يووالي څخه کلک ملاتړ کوي.

رئيس شي جين پينګ وويل، د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې مې تائيد کړې چې چين تل د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره کوښښ کوي. رښتيا ده چې د بشريت د برخليک ګډه ټولنه د چين له خوب سره نژدې اړه لري. د چين خوب په ښه ژوند د چينايانو هيله ده او د يادې ټولنې جوړول په سولې، پرمختګ او سمسورتيا د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو هيله ده. چين غواړي په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې له پاناما سره نژدې همکارۍ وکړي او د منځنۍ لاټيني په عمومي همکاريو کې د پاناما له مثبت رول څخه ملاتړ کوي، تر څو د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

له خبرو اترو نه وروسته د دواړو هېوادونو مشرانو د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ، اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، په سمندر کې د ترافيک، اوسپنيزو لارو، کارپوهانو، توليدي سيمې، کرنې، د کيفيت د څارنې، ملکي هوايي چارو او سيل په برخو کې د دوه اړخيزو همکاريزو سندونو د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای