د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې خبري رسنيو د نومبر په ۱۷مه نېټه خبر ورکړ چې د داعش وسله والو په همدې ورځ د دغه هېواد په ختيځ کې د ديرالزور په ولايت کې د تلاشۍ د يوې پوستې په مقابل کې د موټر بم چاودنه وکړه چې له امله يې لږ تر لږه ۳۵عام وګړي ووژل شول.
د سوريې د شام راډيو د خبر له مخې، دغه پوسته د ياد ولايت د جفرا او کونيکو نفت لرونکو سيمو په منځ کې پرته ده او د کرد وسله والو تر مشرۍ لاندې د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو تر کنترول لاندې ده. دا په دې مياشت کې په دغه ولايت کې د موټر بم دوهمه چاودنه ده چې د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د دغه ولايت د مرکز ديرالزور ښار په شمال کې د موټر بم د يوې چاودنې له امله لږ تر لږ څلوېښت عام وګړي وژل شوي وو.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |