CRI Online

د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د مديترانې سمندر سيمې د سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره لاره پيدا کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-18 16:09:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي پلاوي لنډ مهالي سارژدافير وو های تاو د نومبر په ۱۷مه نېټه د مديترانې سمندر د امنيت او ننګونو د مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه خلاصه غونډه کې وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د دې سيمې د حالاتو د ژر ښه والي، د نويو شخړو د مخنيوي او د سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

نوموړي وويل، چې په تېرو څو کلونو کې د ليبيا، سوريې او د افريقا د ساحل سيمو اوضاع د ترينګلتيا په حال کې وه او ځينو هېوادونو د نابرابر پرمختګ، د قومونو د شخړو د سختېدو، د پناه وړونکو او کډوالو د تېرېدلو او د نړيوالو جرمونو د زياتوالي له ننګونو سره مخامخ وو. ترهګري د بشريت ګډ دښمنان دي، نو نړيواله ټولنه بايد د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره يووالی وساتي او راز راز تدبيرونه ونيسي، تر څو په مديترانې سمندر او شاوخوا سيمو کې سرحدي کنترول او د قوانينو د اجرا کولو همکاري پياوړې شي. په دې وسيله به د پيسو او وسلو د راغونډولو په اړه د ترهګرو ډلو لارې بندې او پرې شي، د ترهګريزو مفکورو د خپرېدو مخه به ونيول شي او د ترهګرانو تګ راتګ مخه به ډب او ونيول شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای