د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجيب تايب اردوغان د نومبر په ۱۷مه نېټه د ناټو له هغې پوځي تمرين څخه د ترکي وتلو اعلان وکړ چې اوس په ناروې کې روان دي. لامل يې دا دی چې د پوځي تمرين د دښمنانو تصويرونو د ټاکلو په ترڅ کې ترکيې ته د سپکاوي محتويات رامنځته شوي.
نوموړي په همدې ورځ د عدالت او پرمختګ ګوند په يوه غونډه کې وويل، د نومبر په ۱۶مه نېټه د دغه تمرين د دښمنانو تصويرونو په تختو باندې د ترکيې د دولتي پلار مصطفی کمال اتاتورک انځور او د اردوغان نوم شته، دا د منلو وړ نه ده. که څه هم دغه غلطي وروسته سمه شوې ده، خو ترکيې پريکړه کړې ده چې له دغه تمرين څخه خپل څلوېښت سرتيري وباسي.
د معلوماتو له مخې، دغه تمرين د روانې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر اتلسمې نيټې پورې تر سره شو. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |