CRI Online

د هالنډ استخباراتي رياست: ښځې د داعش لخوا د غړو د راغونډولو نوې موخه ګرځېدلې دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-11-18 16:48:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هالنډ استخباراتي او امنيتي عمومي رياست د نومبر په ۱۷مه نېټه د يوه راپور په خپرولو سره وويل، څرنګه چې غړي کم دي، نو ښځې د داعش لخوا د غړو د راغونډولو نوې موخه ګرځېدلې دي او په لا زياتو عملياتو کې ګډون لري.

په دغه راپور کې ليکل شوي چې په تېرو څو کلونو کې زياتې قضيې رامنځته شوې دي چې ښځو غوښتل په اروپا کې ترهګريز بريدونه تر سره کړي. هغوی د نويو غړو د راغونډولو، د افراطي مفکورو د خپرېدو او د پيسو د برابرولو په وسيله له افراطيت څخه ملاتړ کړي دي.

د هالنډ د حکومت د شمېرنې له مخې، له ۲۰۱۲م کال څخه د روانې مياشتې تر پيل پورې، ۲۸۵ کسان له دغه هېواد څخه سوريې او عراق ته تللي وو چې په دې جمله کې لږ تر لږه اتيا ښځې شته. زياترې ښځې په داعش کې او لږ يې په سوريه کې د القاعدي سازمان په څانګه کې شاملې شوې. اوس په هالنډ کې څه نا څه سل تنه ښځې په افراطي افکارو باور لري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای