د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د نومبر په اتلسمه نېټه د زيمبابوې په پلازمينه هراره کې زرګونو خلکو لويه پيمانه لرونکی لاريون تر سره کړ، د پوځ له عملياتو څخه يې ملاتړ څرګند کړ او له ولسمشر رابرت موګابې څخه يې غوښتنه وکړه چې له خپلې دندې څخه استعفا وکړي.
د همدې ورځې تر غرمې پورې د لاريون له امله د هرارې ښار ترافيک بند شو، خو سختې شخړې نه دي رامنځته شوې. مخکې تردې، ځايي خبري رسنيو خبر ورکړ چې د زيمبابوې واکمن ګوند يعنې د زيمبابوې د افريقا ملي ټولنه او وطن پالونکی اتحاد په لسو ولايتونو کې د اعلانونو په خپرولو سره د دغه ګوند له رئيس، عمومي منشي او د هېواد له ولسمشر رابرټ موګابې څخه غوښتنه کړې ده چې له خپلې دندې څخه استعفا وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |