د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاناما ولسمشر جوان کارلوس واريلا چې اوس له چين څخه په رسمي ليدنه بوخت دی، د نومبر په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې پاناما د يو کمربند او يوې لارې له ابادۍ څخه ملاتړ کوي او پکې به برخه واخلي. ښاغلی واريلا د پاناما لومړی ولسمشر دی چې له چين څخه رسمي ليدنه کوي، نو هغه دې ته په ډېره درنه سترګه ګوري چې د پاناما پرمختيايي ستراتېژي د يو کمربند او يوې لارې له پلان سره وتړي. هغه د چين په ولسي پوهنتون کې هيله څرګنده کړه چې د بندرونو، سمندري چارو، هوايي ټرانسپورټ، اوسپنيزو لارو او د مالونو د لېږد رالېږد په برخو کې له چين سره لا نژدې همکارۍ وکړي.
هغه وويل، چې پاناما به د خپل جغرافيايي غوره والي په وسيله په لاټينې امريکا کې د يو کمربند او يوې لارې پلان د پلي کولو لپاره مثبت رول ولوبوي. اوسمهال د پاناما پولي ارګانونه د دغه پلان په چوکاټ کې د مشخصو پروژو په څيړلو بوخت دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |